AP ۱۴۰۳ وری ۴ ۱۱:۴۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85425133
T T
۰ Persons
د سرپرست دولت ملي پلان به زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د زرګونو ځوانانو لپاره د کار د زمینې برابرولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت د هڅو موخه د هېواد ځوانانو ته د کار زمینه برابرول دي.

د ابراهیمي په وینا، د کارموندنې ملي پلان ترتیب شوی، چې د کابینې له تصویب وروسته به په راتلونکو پنځو کلونو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي دا هم وايي، اسلامي امارت په هېواد کې د بې کارۍ د کچې د له منځه وړلو لپاره جدي کار کوي او په زرګونو ځوانانو ته یې په دولتي ادارو، خصوصي سکتور، کانونو او بنسټیزو پروژو کې د کار زمینه برابره کړې ده. 

د ایرنا د خبره له مخې تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، په تېر کال کې د دغه وزارت له خوا څه باندې ۵۳ زره دولتي بستونو ته د کار جوازونه صادر شوي چې ډېری ځوانان دولتي بستونو ته جذب شوي او د اسلامي امارت خصوصي سکټور ته ځانګړې پاملرنه شوې، د صنعتکارانو او د فابریکو د خاوندانو ستونزې هوارې شوې او یو زیات شمېر ځوانانو ته د کانونو په برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .